انصار: (د کب ۱۲ مه)، مصري چارواکو د یوې نوې او بېساري لرغونې خزانې د موندلو خبر ورکړی، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ ده.
د مصر د ګرځندوی او لرغونو آثارو وزارت د دې ارزښتناکې موندنې جزییات اعلان کړي، چې پکې د سروزرو کړۍ، والۍ، غاړهکۍ او نورې ګاڼې شاملې دي، چې د شپږویشتمې واکمنۍ په دورې پورې اړه لري او د اقصر د کرنک په معبدونو کې موندل شوې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا کشف د مصر او فرانسې د لرغونپېژندنې ګډ پلاوي کړی دی، چې د شپږویشتمې واکمنۍ د پیل په پړاو پورې تړاو لري. دغه کشف د کرنک معبدونو په شمال لوېدیځه برخه کې د کیندنو په ترڅ کې شوی.
د مصر د لرغونو اثارو د عالي شورا سرمنشي ډاکټر محمد اسماعیل خالد، ټینګار وکړ چې دا کشف به د کرنک معبدونو او د هغو د تاریخي تحولاتو د لا ښه درک او پېژندنې لپاره مهم وي.
هغه زیاته کړه، موندل شوې ګاڼې په یو کوچني کولالي لوښي کې وموندل شوې، چې مات شوی و، خو په سالم حالت کې پاتې دی. ټولې برخي یې د ساتنې له پلوه په غوره وضعیت کې دي.
د مصر د لرغونو آثارو رئیس محمد عبدالبدیع، هم وضاحت ورکړ چې دغه مجموعه د طلايي او فلزي حلقې، وړې طلایي والۍ، غاړهکۍ د مصر د لرغونو خدایانو آمون، موت او خونسو یوه درېګونې مجسمه، یو فلزي سنجاق، حیواني شکل لرونکي لاکونه او یو شمېر مرۍ شاملې دي، چې ځینې یې په سروزرو پوښل شوي دي.
د اقصر د لرغونو آثارو عمومي رئیس او د مصر له لوري د لرغونپېژندنې د پلاوي مشر ډاکټر عبدالغفار وجدي، وویل چې دا هیئت اوس مهال د دې آثارو په ترمیم او مستند کولو بوخت دی او دا لرغوني توکي به ډېر ژر د نندارې لپاره اقصر موزیم ته یووړل شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35038